اقتصاد

دمخابراتو په برخه کې ددوه اعشاريه اتو ميلياردو ډالرو پانګونه شوې ده

کابل باختر دتلې دمياشتې  ١١  نيټه  :
دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ  وزارت سرپرست نن په هغه خبري  کنفرانس کې چې ددغه وزارت  ددرې کلنو لاسته راوړنو په باب خبرې کولې    وويل چې له  ١٣٩٣ کال څخه  د روان کال  دوږي دمياشتې تر پاى پورې  دمخابراتو له برخې څخه تر لاسه شوي عوايد څه ناڅه  څلور څلويښتو ميلياردو افغانيو ته رسيږي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ  وزارت سرپرست شهزاده ګل اريوبي  په وروستيو دريو کلونو کې ددغه وزارت  لاسته راوړنې  او فعاليتونه  ديادونې  وړ وبلل  او ويې ويل  چې دروان کال  دنهو مياشتو په ګډون  په وروستيو دريو کلونو کې دمخابراتو له برخې څخه ددغه وزارت ټول عوايد دکال په تفکيک  سره  کابو څلور څلويښت ميليارده افغانۍ   په همدې موده کې  پستي عوايد کابو  ٨٩٠  ميليونه افغانۍ  او په تيرو دريو کلونو کې دافغان تيلي کام عوايد کابو يوويشت مليارده افغانۍ کيږي .
دده دڅرګندونو له مخې،  په راتلوونکو کلونو کې ددغو عوايدو دزياتوالي امکان هم شته.
آريوبي  وويل چې  پنځه ويشت ولايتونه همدا اوس  دفايبر نوري شبکې له لارې نښتي دي  چې دفايبر نوري شبکې  دڅلورمې برخې  په پيل کيدو سره به  چې افغانستان له چين سره نښلوي د هېواد نهه نور ولايتونه هم له يوبل سره ونښلول شي.
دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست  دغه راز وويل  چې له  دې وروسته  خصوصي  برخه هم کولاي شي چې دفايبر نوري په برخه کې پانګونه وکړي.
ده په دنږدې  راتلوونکي کې په هيواد کې دپستي خدمتونو دبهير دچکټيا خبر هم ورکړ.
دافغانستان دمخابراتي خدمتونو دتنظيم  دادارې رئيس نجيب الله عزيزي هم په دې  خبري غونډه کې  خبرې وکړې او  ويې ويل چې دغه  اداره  په پام کې لري چې  تر ٢٠٢١ ميلادي کال پورې  دهېواد په سلو کې پنځوس  وګړي  له انترنټي خدمتونو څخه   ګټه واخلي.
عزيزي زياته کړه چې تراوسه پورې دشپږو مخابراتي شرکتونوله خوادمخابراتي  خدمتونو په برخه کې  ددوه ا عشاريه  اتو ميلياردو ډالرو پانګونه  شوې ده  او تراوسه پورې  ددغو شرکتونو له خوا څلرويشت  ميليونه سيمکارتونه پلورل شوي دي  چې له دې جملې څخه اتلس ميليونه يې فعال دي.
پاى ع ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته