سیاست

دجمهور رييس سلاکار د لوى څارنوالۍ د ادارې نوې ودانۍ وکتله

کابل باختر دکب شپږمه :
دجمهور رييس سلاکار انجنيرمحمد يوسف پشتون نن په دارالامان کې د لوى څارنوالۍ د عالي ادارې نوې ودانۍ وکتله.
دباخترآژانس دخبر له مخې: په دې کتنه کې په داسې حال کې چې لوى څارنوال  څارنپوه محمداسحق الکو او ددغې ادارې دمشرتابه  هيئت غړو برخه لرله؛ انجنير پشتون د دغې ادارې د ودانۍ د لازياتې پراختيا په مقصد د لوى څارنوالۍ  مقاماتو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د لوى څارنوالۍ اداري مرستيال څارنپوه عبدالوکيل اميني په دې باب وويل:  د دغې ادارې  د نوې ودانۍ کار د انجنير پشتون په نوښت هغه وخت چې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزير و؛ پيل شو.
  په اوس وخت کې ددغې ادارې زياتره کارکوونکي په همدې ودانۍ کې دندې ترسره کوي او په حقيقت کې دغه ودانۍ دکارلپاره د مناسب ځاى له پلوه د دغې ادارې ستونزې لرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته