امنیت

شپږدیرش طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل / د زمري ۹ / باختر
شپږدیرش طالبان پرون مازیګرپه قندهارکې د پوځيانوپه عملیاتوکې ووژل شول.
د قندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي باخترآژانس ته وویل چې دغه طالبان د دغه ولایت د مرکز، ژیړي او ارغنداب ولسوالیو په مربوطاتوکې چې دهوايي قواوو په ملاتړ د دفاعي او امنیتي ځواکونو په عملیاتوکې ووژل شول.
هغه زیاته کړه چې د دغو عملیاتوپه پایله کې ۱۰ نورطالبان ټپیان او د دوی یوه اندازه جنګي وسایل ویجاړ شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته