ښوونه او روزنه

د ۲۶ میلیونو افغانیو په لګښت په پکتیا کې د لېسې لپاره ودانۍ جوړیږي

 ګردیز/ باختر/ د کب د میاشتې ۱۹ مه
د پکتیا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۲۶ میلیونو افغانیو په لګښت د اورګوړ عالي لېسې لپاره ودانۍ رغول کېږي.
د دغه ولایت د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، د یادې ودانۍ چارې به د ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخستنې ته به وسپارل شي.
د جاني خېلو ولسوالۍ د اورګوړ د عالي لېسې د ودانۍ د بنسټ ډبره په داسې حال کې کېښودل کېږي چې تر دې دمه یې شپږ دورې فارغین هم ورکړي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته