فرهنګ

حسينه صافۍ : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لري

کابل/ باختر/ د سلواغې دمياشتې  ۳مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې صافۍ نن د « ژبژغورنې د ملي غورځنګ» له مشرتابه هيئت سره په کتنه کې وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان په ټول ملت پورې اړه لړي .
  د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: 
د دغې کتنې په پيل کې د « ژبژغورنې د ملي غورځنګ» رييس ابوبکر ځلاند
د دغه بنسټ د هدفونو په باب خبرې وکړې .
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې صافۍ په لنډو خبرو کې وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان په ټولو خلکو اړه لري او دغه وزارت د افغانستان د خلکو د ملي فرهنګ د ودې او پراختيا په لاره کې هلې ځلې کوي.
  دې دغه راز وويل چې د ژبو تنوع د دغه هېواد د فرهنګي ښکلا ښکارندويه ده. د مثال په ډول د سيمې هېوادونه د ژبو له تنوع سره سره د بېلابېلو هېوادونو د ژبو د ودې او پياوړتيا په لټه کې دي.
حسينې صافۍ زياته کړه: د هېواد اساسي قانون د عمل سرليک دی.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته