امنیت

په فراه کې له دوو سپرليو سره دموټرسايکل په تګ راتګ بنديز

کابل باختر دثور ٢٦ مه :
دفراه پوځي مسوولين وايي چې په فراه ښار کې له دوو سپرليو سره دموټرسايکلونو په تګ راتګ بنديز لګولى دى .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختراژانس ته وويل چې دغه تصميم ددغه ولايت دپوځي شورا په يوه غونډه کې دامنيت دښه والي په خاطر نيول شوى دى .
دهېواد په لويديځ  کې يوه جکپوړي  پوځي مسوول چې په دې   شورا کې يې شتون درلود وويل چې دراروانې اوونۍ له پيل څخه هيڅوک حق نه لري له دوو سپرليو سره په فراه  ښار کې تګ  راتګ وکړي .
ده وويل چې خلک کولاى شي يواځې زيات عمر لرونکي کسان اويا ښځې ولېږدوي .
ويل کېږي چې په دغه ولايت کې زياتره ترورونه   دموټرسايکل  سپرو  په واسطه ترسره شوي دي او تيره اوونۍ موټرسايکل سپرو دفراه ولايت ديوې سيمه ئيزې ادارې په رييس بريد وکړاو ټپي يې کړ .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته