-کابل باختر د مرغومي درې ويشتمه :
د بغلان ولايت د مستوفيت په عوايدوکې د تېر کال په پرتله په سلوکې ۱۰ زياتوالی راغلی دى .
د بغلان ولايت مستوفي محمد ظاهر عياري نن د باختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې ددغه مستوفيت دتېرکال عوايد۴۳۴ميليونه ۵۸۴ زره افغانۍ وې، خو د ١٣٩٧ کال عوايد څه دپاسه ۴۸۰ ميليونه افغانۍ دي چې د تېرکال په پرتله په سلوکې ۱۰ زياتوالی ښيي .
د بغلان مستوفي وويل چې د دغه مستوفيت د عوايدو د زياتوالي اساسي علت د عايداتي سرچينو ساتنه، د مالياتو راټولول، د مالياتي جرايمو، قراردادونو او د بيه لرونکو پاڼو د پلورنې، ترانسپورتي وسايطو، د قانون په تطبيقولوکې شفافيت او د همکارۍ د روحيې رامنځته کول دي .
ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل