سیاست

جمهور رئيس غني : کندز د دولت تر مديريت لاندې دى

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٧  :
جمهور رئيس  غني  وايي چې د کندز ستونزې محدودې  دي  او په دغه ولايت کې  حالت  ددولت تر کنترول لاندې دى.
جمهور رئيس غني  چې نن  يې په يوه  خبري  غونډه کې خبرې  کولې خلکو ته  ډاډ ورکړ چې  کندز د دولت تر مديريت لاندې دى .
ده  وويل چې دښمن په  کندز کې  دسر دروند زيان زغملى دى  .
جمهور رئيس غني وويل چې په  کندز کې پراخ عمليات پيل شوي دي  او د٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان  د دغو عملياتو  رهبري  په  غاړه لري .
ده  يادونه  وکړه چې  طالبانو له ملکي وګړو څخه د ډال په  توګه کار اخيستى
دى  خو له امنيتي ځواکونو څخه  زما  غوښتنه  دا ده چې د ملکي وګړو  ژوند او 
سلامتيا په پام کې ونيسي .
جمهور رئيس  غني دغــــه راز وويل  چـــــې د امنيتي ځواکــــونو ترمنـځ  ښه همغږي شته  .
ده ټينګار وکــړ چې دکنـــدز ستونزې محدودې دي  او د دغه ولايت د ستونزو په باب ناسم تعبير شوى دى .
جمهور رئيس غني وويل   چې  دى په خپلو امنيتي ځواکونو پوره ډاډ لري او د کندز ستونزې  به په  ډير لنډ ممکن  وخت کې پاى ته  ورسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته