امنیت

په قندهارکې د لسګونو تنو يرغمل شويو د موندلو لپاره هلې ځلې دوام لري

قندهار/ باختر د زمري لومړي :
وسله والو مخالفينوپه دې وروستيوکې د قندهار  _ روزګان  په لويه لاره کې ٧٠ تنه سپرلۍ تښتولې دي .
د باختر اژانس دخبرله مخې:
په قندهار ولايت کې يو سيمه ئيز  مقام وايي چې د زياترو يرغمل شويوکسانو د برخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.
  د قندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني وويل: وسله والو مخالفينو ٧٠ تنه ملکي وګړي په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې يرغمل  نيولي دي چې اووه تنه يې وژلي او شل تنه نور يې آزاد کړي دي .
ده وويل: په تښتول شويوکسانو کې امنيتي ځواکونه او د دولتي بنسټونو مامورين نشته، ټول د سيمې اوسيدونکي دي .
د قندهار د والي وياند صميم خپلواک ويلي دي چې وسله والو طالبانو د سپرليو په څو بسونو بريدونه وکړل او هغوى يې وتښتول .
د افغانستان د بشر د حقوقو کميسيون، د وسله والو مخالفينو له خوا دغه يرغمل نيونې په سختو ټکو غندلې ده.
د بشر د حقوقو خپلواک کميسيون ويلي دي چې د ملکي وګړو يرغمل د بشر د حقوقو او د نړيوالو قوانينو او د اسلام د مقدس دين څرګند او ښکاره نقض کول دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته