نړۍ

دسوريۍ دکيمياوي وسلو دکنترول لپاره دامريکا او روسيې له موافقې څخه دبارک اوباما هرکلى.

واشنګټن نړيوالي خبري منابع   باختر د وږي دمياشتې ٢٤
دامريکا جمهور رييس بارک اوباما دسوريې دکيمياوي وسلو دکنترول په باب له روسيې سره دخپل هيواد دموافقې هرکلي وکړ او ويې ويل که چيرې ديپلوماسي ماتې وحوزي امريکا دغه راز پوځي لاس وهنې ته چمتو ده  .
په دې وينا کې ويل شوي دي امريکا دهغه څه لپاره چې  ورباندې موافقه وشوه له روسيې ،بريتانيا ،فرانسې دملګروملتو له سازمان او نورو سره خپلو همکاريوته دوام ورکوي او که چيرې دسوريي دجمهوررييس بشار الاسد حکومت ددغه موافقه  ليک په چوکاټ عمل ونه کړي دهغه له پايلو سره به مخامخ شي .
او باما په خپلې وينا کې ليکي دي دامريکا پوځي ګواښ د دې سبب شو چې دغه فرصت برابرشي چې خپلې غوښتنې له ديپلوماتيکي لارې تعقيب کړو .
پرون دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري او د روسيې دبهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په ژنيو کې دخپلو خبرو د دريمې ورځې په پاى کې په يو ګډ خبري کنفرانس کې  د سوريي دکيمياوي  وسلو د کنترول   په باب د دواړو  هيوادونو د  موافقې جزييات  وړاندې کړل .
روسيې او امريکا دغه   راز  اعلام کړى  دي  چې  سوريه  دې بايد ملګرو ملتو دسازمان  پلټونکو ته  د دغه هيواد په ټولو کيمياوي وسلو دلاس بري اجازه ورکړي او په يوه اوونۍ کې دې دخپلو کيمياوي مسلو بشپړ فهرست له جزيياتو سره يې وړاندې کړي .
د روسيې او امريکا شپږ ماده يي موافقه د فرانسې له هرکلي سره چې  دسوريي د آزادي   اردو  ملاتړي   دي مخامخ شو .
بان کى مون هم ددغه موافقه ليک هرکلي وکړ او هيله يې وکړه چې دغه موافقه به  په سوريه کې دسولې لاره  اداره  کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته