امنیت

د زور واکو له منګولوڅخه د دولتي ځمکو بېرته ترلاسه کول

جلال آباد باختر دوږي دمياشتې ٢١  نيټه  :
په ننګرهار ولايت کې په لسګونو جريبه دولتي ځمکه د زور واکو له منګولوڅخه ترلاسه شوه .
دغه دولتي ځمکې په کوټ ولسوالۍ کې د زور واکو له خوا غصب شوې وې او په يوشمېر ځمکوکې کورونه او تجارتي مرکزونه جوړ شوي وو.
د ننګرهار د والي وياندعطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دې مبارزه کې امنيتي ځواکونو وکولاى شول په لسګونو جريبه دولتي ځمکه په ګوټ ولسوالۍ کې له زور واکو څخه بېرته ترلاسه کړي.
ده وويل: دغه مبارزه د ننګرهار ولايت په  ګوټ ګوټ کې د زور واکو له منګولو څخه د دولتي ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په خاطر دوام لري.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته