سیاست

اجرائیه رئیس د کابل لپاره د ترکیې له سفیر سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پر تقویت خبرې وکړې

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته په سپېدار ماڼۍ کې، د کابل لپاره د ترکیې له سفیر علي سیت اکین سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پر تقویت خبرې وکړې.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هیواد اجرائیه رئیس د تیرو کلونو پر مهال له افغانستان سره د ترکیې هیواد له ملکي او نظامي همکاریو مننه وکړه او دغې هڅي یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د غښتلتیا لپاره اغيزمنې وبللې.
ده زیاته کړه: د دې هڅو د ښه والي او پياوړتيا لپاره باید نور کار وشي او دا کار د ډیپلوماتیکو اړيکو له زیاتوالي سره شونى دی.
ده دغه راز وویل چې دوی ترکیې هیواد ته د یوه ښه ملګري او له تاریخي پلوه د ښو اړیکو درلودونکي او همکار ملک په سترګه ګوري او په همدې نظر ورسره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.
د کابل لپاره د ترکیې هیواد سفیر علي سیت اکین افغان اجرائیه رئیس ته د کابل په کوربه توب د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو او لوړ رتبه مقاماتو د کنفرانسونو په خاطر مبارکي وویله او دواړه کنفرانسونه یې د افغانستان لپاره خورا مهم وبلل.
ده زیاته کړه: ترکیه له افغانستان سره اوږدمهالو همکاریو ته ژمنه ده او حکومت یې ژمنه کړې چې د اوږدې مودې لپاره به له کابل سره خپلې هر اړخیزي اړیکې پياوړې کوي.
ده وویل چې دوی د افغانستان په سهیل او لویدیځ کې د خپلو ډیپلوماتیکو نمایندګیو د پرانستني لپاره ارزیابي کوي او کار یې پیل کړی، چې خپل فعالیتونه نور هم چټک او قوي کړي.
د ترکیې له سفیر سره د نن ورځې په غونډه کې په کلتوري، تعلیمي او نظامي برخو کې د اړیکو پر زیاتوالي او دوه اړخيزو اړيکو باندې هم خبرې وشوې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته