ورزش

د جامي ټيم د نوايي ټيم ته ماتې ورکړه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٠
د هرات د لومړى لاس د غوره ليګ د فوټبال د سياليو په دوام پرون د جامي ټيم د نوايي ټيم ته ماتې ورکړه.
د هرات د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې لوبه کې د جامي ټيم د صفر په وړاندې په يوې سره د نوايي ټيم ته ماتې ورکړه.
د لومړى لاس د غوره ليګ دفوټبال سيالۍ د لسو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي او په دوام يې ټاکل شوې ده سبا د پيمان ټيم د اماني له ټيم سره لوبه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته