ټولنه

جمهوررئیس غني بیت الله شریف ته د تلونکو حاجیانو له لومړني کاروان سره د مخه ښې کتنه وکړه

کابل باختر/ د چنګاښ د مياشتې٢۴ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تېره شپه  په حامد کرزي نړیوال هوایي دګر کې بیت الله شریف ته له تلونکوحاجیانو سره د مخه ښې کتنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د حج په مراسمو کې د لوی خدای دربار ته دعا وکړي.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني افغان حاجیانو ته د برابرو شویو اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل ویې ویل: د جمهور رئیس په همېشنۍ لارښوونه او ځانګړې پاملرنه حاجیانو ته دخدماتو، روغتیا، ترانسپورټ، خوړو او نورې ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
ښاغلي عثماني افغان حاجیانو ته د مبارکۍ پرمهال زیاته کړه، د حج فریضې د ښه ادا کولو په موخه د افغان حاجیانو د خدمت لپاره معلمین او ناظمین استخدام شوي چې د اړتیا پرمهال به ستاسو لارښوونه او همکاري وکړي.
وروسته د حاجیانو په استازیتوب عبدالواسع خبرې وکړې او افغان  حاجیانو ته یې د جمهوررئیس د ځانکړې پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ وویل، سږکال بیت الله شریف ته تلونکي حاجیان د مسوولینو له چلند او د حج او اوقافو وزارت له لوري برابرو شویو اسانتیاوو څخه خوښ دي.
وروسته جمهور رئیس غني بیت الله شریف ته تلونکو حاجیانو ته د وینا پرمهال هغوی ته د حج فریضې د ادا کولو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، تاسو نېکمرغه یاست چې د اسلام د مبارک دین یو مهم رکن ادا کوئ.
جمهور رئیس هغوی ته په خطاب کې وویل، هیله ده درک کړې مو وي چې حکومت مو خدمتګار دی. نورې هغه ورځې تېرې شوې چې حکومت به ځان فوق العاده او له ولس جلا باله.
هغه زیاته کړه، تاسو په داسې ځانګړي وخت کې د بیت الله شریف د حج فریضه ادا کوئ چې د سعودي عربستان علمای کرامو له افغان او د نړۍ له ټولو عالمانو سره په ګډه او قوت په افغانستان کې د سولې د ملاتړ بېساری اقدام وکړ.
د هېواد جمهور رئیس د حرمین الشریفین خادم، د سعودي ټولو مقاماتو او د اسلامۍ نړۍ له دیني عالمانو څخه له دې امله مننه وکړه چې په خپل ملاتړ یې په افغانستان کې یې د جنګ ټول غیر معقول دلایل له منځه یووړل.
د هېواد جمهوررئیس له افغان حاجیانوڅخه وغوښتل چې یوازې د خدای ارادې ته تسلیم شي او د حج د مراسمو د ادا کولو پر مهال د افغانستان د سولې، ثبات، د جګړې د پایته رسېدو او ناخوالو څخه د خلاصي په خاطر د خدای تعالی په دربار کې دعا وکړي.#
پای ـ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته