کابل / باختردسلواغې دمياشتې٢١نيټه :
په پنجشير ولايت کې په روان کال کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي ۱۷ قضیې څيړل شوې دي .
دباختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې :
په دغو قضيوکې وهل او ډبول، له کور څخه تيښته، د وژنې ګواښ او جبري ودونه شامل دي چې حل شوې دي.
د پنجشير ولايت د ښځو چارو رئيسې خاطرې شيخاني وويل چې دغه اداره په دغه ولايت کې د راتلوونکي مالي کال لپاره د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د بشپړ له منځه وړلو په خاطر يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري.
دې له عدلي او قضايي بنسټونو څخه د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د قضيو عاملينو ته د مجازاتو غوښتنه وکړه .
پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ