امنیت

په هرات کې د ډار اچوونکو بريدونو له زياتوالي وروسته د ځينو امنيتي مقاماتو ګوښه کيدل

هرات باختر دزمري دمياشتې  ١٤  :
په هرات کې د ډار اچوونکو بريدونو له زياتوالي او دغه ولايت ته د جمهور رئيس  محمداشرف غني له سفر وروسته د هرات ولايت ځينې امنيتي مقامات له دندو څخه يې  ګوښه کړاى شول.
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ  د امنيت آمر، له تروريزم سره د مبارزي مدير، د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزي مدير او د استخباراتو مدير د امنيت په تامينولو او د ډار اچوونکو بريدونو په مخنيوي کې د پاتې راتلو په تور له دندو څخه يې ګوښه کړاى شول.
دا په داسې حال کې ده چې هرات په وروستيو ورځوکې دڅو ډار اچوونکو مرګانيو پيښو ډګر دى او په وروستي موردکې ځانمرګو يرغلګرو په يوه جومات  بريد وکړ او په لسګونو لمونځ کوونکي يې شهيدان کړل.
د هرات په ولايت کې يوه سيمه ييز مقام  له باختر آژانس سره په اړيکه کې د هرات ولايت د ځينو امنيتي مقاماتو ګوښه کيدل تائيد کړل.
که څه هم  داسې خبرونه هم ترلاسه شوي دي چې د هرات ولايت  امينه قوماندان هم په ګوښه کړاى شويوکسانوکې شامل دى، خوسيمه ييزو مقاماتو تر اوسه پورې  دغه خبر نه دى تائيد کړى.
جمهور رئيس محمداشرف غني د هرات په جواديه جومات کې له تروريستي  بريد وروسته دغه ولايت ته سفر وکړ او په ځينو امنيتي مقاماتو يې د دغه شان مرګانيو پيښو په مخنيوي کې د نه اغيزمنتوب تور ولګاوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته