کابل باختر د تلي څوارلسمه :
اشرف غني احمدزي دجمهوري رياست په انتخاباتو کې د کانديد په توګه دنوم ليکنې د بهير په وروستي ورځ نوم ثبت کړ .
دباخترآژانس دخبرله مخې : اشرف غني احمدزي ، جنرال عبدالرشيد دوستم دلومړي مرستيال په توګه او سرور دانش يې ددويم مرستيال په توګه معرفي کړى دى.
په دې ډول دجمهوري رياست دانتخاباتو دکانديدانو شمير لسو تنو ته ورسيد .
ديادونې وړ ده چې پرون داشرف غني احمدزي ورورحشمت غني احمدزي دکانديدپه توګه په انتخاباتي مبارزو کې ورګډ شو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ