ټولنه

سرور دانش : دحج دبهير مسوولين مکلف دي چې افغان حاجيانو ته ډير ښه خدمتونه وړاندې کړي

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٩ :
دفرضي  حج دملي کميټې غونډه پرون  د جمهوررئيس ددويم مرستيال او ددغې کميټې درئيس  قانونپوه سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :  په دې غونډه کې   دسکن هيئت دکاري رپوټ ، دالوتنې  داسکيجول  او  له قرارداد سره سم ددوه اړخيزو سلايتونو او دشتو الوتکو  ، دبعثه  غړو  او داحتياطي  ښوونکو دانتخاب دمعيار په ګډون موضوعګانې وڅيړلې شوې.
قانونپوه سرور دانش د حج بهير يو مهم او ملي پروګرام وباله  او زياته يې کړه چې ټولې اړوندې ادارې مسووليت لري چې زياتې  هلې ځلې  او دقت   وکړي   چې افغان   حاجيانو ته ډير ښه خدمتونه  برابر شي  اود حج ملي بهير په برياليتوب سره پاى ته ورسيږي.
د جمهوررئيس دويم مرستيال وويل  چې دتيرو کلونو  تجربو  او هغو تدبيرونو ته  په پاملرنې سره  چې ترلاسه لاندې نيول شوي دي  ، هيله کيږي چې دروان کال  دحج په بهيرکې  هيڅ راز ستونزه رامنځته  نه شي .
وروسته د حج او اوقافو وزير فيض محمدعثماني دروان کال  دحج  په بهير  پورې  داړونده کار په تيره بيا داسکن هيئت دکار دپرمختګ په باب غونډې ته رپوټ وړاندې کړ او زياته يې کړه چې په ټولو  کچو کې دروان کال دحج دبهير لپاره لازم
تيارى  نيول شوى دى اوپه دې برخه کې کومه خاصه ستونزه شتون نلري.
په دې غونډه کې دغه راز دملکي  هوايي چلند د ادارې او داريانا شرکت مسوولينو هم رپوټ ورکړ چې سعودي عربستان  ته اوبرعکس دافغاني  حاجيانو دليږدونې لپاره  لازم تدبيرونه نيول شوي دي  او دالوتنې اسکيجول دسعودي عربستان لوري ته ليږل شوى دى چې دعربستان په دولت پورې داړونده مقام له خوا موافقه شوې ده .
په دې غونډه کې دغه راز دبعثه غړو دانتخاب معيارونه وڅيړل شول او دمسلکي او مجربو کسانو په مشارکت باندې ټينګاروشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته