سیاست

دبهرنيو چارو وزير : هيله لرو چې له افغانستان سره دملګروملتو دبنسټونو مرستې دوام وکړي

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٨ :
دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په افغانستان کې دملګروملتو بنسټونو درول ، جوړښت   او فعاليتونو دبياکتنې ماموريت له رئيس يان کوبيش سره  چې دملګرو ملتوسازمان دامنيت شورا دپريکړه ليک له مخې  ديوناما دماموريت دتمديدولو لپاره موظف شوى  او ديوهيئت  په مشرۍ کابل ته يې سفر کړى دى وکتل.
په دې کتنه کې کوبيش ددغه ماموريت  هدفونه بيان کړل او څرګنده يې کړه چې ددغه ماموريت يو مهم هدف راتلوونکو کلونو لپاره دافغانستان ددولت پلانونو او لومړيتوبونو  ته پاملرنه  ده چې دهغه له مخې  دملګروملتو بنسټونه  په افغانستان کې ښه او اغيزمن رول ، جوړښت  او فعاليتونه ولري.
وروسته دبهرنيو چارو وزير په افغانستان کې په بيلابيلو برخو کې دملګروملتو دبنسټونو دخدمتونو له امله مننه وکړه او څرګنده يې کړه دغه ستراتيژيکه  څيړنه  له دغه سازمان سره په افغانستان کې دملګرو ملتو  دبنسټونو درول دازرښت ښکارندوى دى او موږ هيله لرو چې له دغې ستراتيژيکي څيړنې وروسته په افغانستان کې ددغو بنسټونو ارزښتناک فعاليتونه به په بيلابيلو برخو کې اړتياو ته په رښتيني پاملرنې سره دوام وکړي.
دکتنې په دوام دواړو لورو په افغانستان کې دسولې ، دبشر دحقوقو ، مهاجرينو  اودبشردوستانه خدمتونو په برخوکې دملګروملتو سازمان دبنسټونو د فعاليتونو په باب خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته