ټولنه

په ننګرهارکې له دوه سوه اړوکورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختر دوري دمياشتې ٣٠ :
په ننګرهار ولايت کې له دوه سوه بېوزلو او اړو کورنيو سره مرسته وشوه.
دغه مرستې د مهاجرينو په چاروکې د ملګروملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ له خوا د ننګرهار ولايت د مهاجرينوچارو رياست له لارې شوې دي.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو چارو رياست يوه مسوول باختر آژانس ته وويل: په دې پروګرام کې له دوه سوه کورنيو سره د خوراکي، جامو او د يوې اندازې نغدو پيسو مرسته شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته