کابل باختر دزمري يوولسمه :
دننګرهار ولايت په ځينو ولسواليو دافغان پوځيانو او دناتو دځواکونو په هوايي بريدونوکې دوسله والو طالبانو او دداعش ډلو ته دسرزيان اوښتى دى .
دغه بريدونه دافغانستان دهوايي پوځ او دناتو دځواکونوله خوا دطالبانو او داعش په سنګرونو شوي دي .
دخوږياڼيو په ولسوالۍ کې دطالبانو په سنګرونو په لومړنيو هوايي بريدونو کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دننګرهار دوالي وياند هم دغه خبر تاييد کړ او ويې ويل چې په دغوطالبانو په خوږياڼيو ولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې بريدونه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې په کوټ ولسوالۍ کې دداعشيانو په سنګرونو دهوايي بريد له امله ددغې ډلې ديو قوماندان په ګډون دداعش لس تنه غړي ووژل شول .
دغه راز دداعش دډلې اووه تنه غړي په اچين ولسوالۍ کې دهوايي بريد له امله ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول .
ديادونې وړ ده چې دهسکې مينې په ولسوالۍ کې هم شپږتنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
درارسيدلو خبرونو له مخې په ننګرهار ولايت کې ددغو هوايي بريدونو له امله دطالبانو او داعشيانو څو پټنځي ددوى دجنګي وسايلو له ډيپو ګانو سره دړې وړې شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل