کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر
په فارياب کې پرون يو سړى خپله ځوانه لور ووژله.
د فارياب پوليسو وياند جاوېد بيدار باختر آژانس ته وويل چې دغه سړى پرون د فارياب د ګرزيوان ولسوالۍ په غوليان کلي کې خپل لور ووژله او د هغې پښې او لاسونه پرې او پر دېوال يې ځوړند کړل.
بيدار زياته کړه چې د پېښې سيمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.
ويل کېږي د نجلۍ پلار هم د دغې ډلې غړى دى.
ختم- مدينه – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ