نړۍ

په پاکستان کې دوه نيول شوي ايتالويان ازاد شول .

اسلام اباد  باختر د کب  څوارلسمه

  دپاکستان پوليسو  ددغه هيواد  په راولپنډي ښار کې له حساسو  ودانيو څخه دعکس اخستنې په تور ددوو ايتالويانو دنيولو خبر ورکړ 

 دهند دنيوکريلا دخبري سايت دخبر له مخې  دپاکستان پوليسو ويلي دي ايتالوي اتباع اپولو ناکوليا او ليرمون فبريکو  داسلام اباد  دبي نظير بوټو په نړيوال  هوايي ډګر کې دانجنيرانو په توګه کار کوي .

 خبرځاى زياته کړه دغه دوه تنه له لومړنيو څيړنو وروسته د پوليسو او استخباراتي  سازمانونو له خوا بيا ازاد شول .

 دغه دوه تنه تيره اوونۍ داغاخان دمرکز په غوښتنه ديوه هليکوپتر  دترميمولو لپاره اسلام اباد ته تللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته