کابل باختر دمرغومي دويمه
په خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړچې زموږ دهيواد يو مشهورشاعرمحمد طاهر هاتف دامريکا په متحده ايالاتو کې وفات شوى دى .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين ددغه پياوړې شاعر دمړينې له امله دارواښاد کورنۍ او دهيواد ادبي ټولنو ته د ډاډګيرنې مراتب څرګندوي دارواښاد هاتف ديوان تيرکال په ٦٥٠مخونو کې په کابل کې چاپ شو . ارواښاد هاتف چې دملک الشعرا قاري اوملک الشعرا بيتاب په شان داستادانو په رديف کې دشعر په فن او قواعدو کې دهيواد يو ډير پوه استاد و کلونه کلونه دپوهنې اودکورنيو چاروپه وزارتونو کې او يوه موده هم دفراه دوالي په توګه هم خدمت کړى دى .
ددغه استاد دمړينې له امله دهيواد په دننه اوبهر کې دشعر او ادب ټولو دوستانو ته د ډاډګيرنې مراتب څرګندوم .
1 1 دقیقه لوستل