کابل، د مرغومې ۲۸ مه، باختر
د کاپيسا د برېښنا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حصه اول او حصه دوم ولسوالیو کې ۵۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې دي.
د یاد ولایت د برېښنا رییس انجنیر احمد ثاقب فرید د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د دغه ولایت د حصه اول ولسوالۍ په خمزرگر سیمه کې د ۲۵۰ او د حصه دوم ولسوالۍ په مرادخواجه سیمه کې د ۱۰۰ کیلو ولت په ظرفیت سره دوه ترانسفارمرونه نصب او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي، چې پر مټ یې ۵۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې دي.
ورته مهال د کاپيسا والي قاري احسان الله بریال د یادو ترانسفارمرونو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل:« د خلکو په همکارۍ به د هېواد په آبادۍ کې د سترو او ودانیزو پروژو په پلي کولو سره زیات خدمتونه وړاندې کړو او ټولې پراختیايي پروژې د هېواد له داخلي عوایدو څخه پلې کېږي».
ورته مهال د سیمې اوسېدونکي له حکومت څخه خوښي څرګندوي او زیاتوي چې ورته ورته نورې پروژې هم پلې کړي.