٢٣-کابل _ باختر دوري اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي له خوا دخادم الحرمين الشريفين په نامه دده دورور دمړينې له امله په دې شرحه د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام ليږل شوى دى .
مشر ورو خادم الحرمين الشريفين اعليحضرت ملک عبدالله بن عبدالعزيز آل سعود . دسعودي عربستان پاچا !
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته .
په ډيرې خواشينۍ سره مو ستاسو اعليحضرت دورور بدر بن عبدالعزيز دمړينې دردونکى خبر ترلاسه کړ .
په دې توګه دافغانستان دخلکو په استازيتوب دخپلې ژورې خواخوږۍ او ډادګيرنې مراتب تاسو اعليحضرت ، درنې شاهي کورنۍ او دسعودي عربستان ورور ولس ته وړاندې کوم . دافغانستان خلک په دې ويرکې له تاسو سره ځان شريک بولي .
دلوى خداى ( ج ) په دربار کې تاسو اعليحضرت ته دروغتيا او برياليتوب ارواښاد ته د فردوس جنت او شاهي کورنۍ ته دجميل صبر دعاکوم .
2 1 دقیقه لوستل