فرهنګ

نيويارک تايمز : دغور دجام څلي دړنګيدو له خطر سره مخامخ شوى دى .

واشنګتن  باختر د ليندي اوومه :
دنيويارک تايمز ورځپاڼې دغور دجام څلي په باب يو مطلب خپور کړى دى  چې پکې ويل شوي دي  دغه څلي  دزرګونو تنو سيلانيانو پاملرنه  ځان ته جلب کړې ده
ورځپانه ليکلى دى چې سيلانيان  دغه څلي ته  درسيدو لپاره اوږده او له  لوړو ژورو  ډکه لاره وهي . هغه لاره چې دغه څلي ته رسيږي  دطالبانو ترکنترول لاندې  سيمو څخه تيريږي . او دغه مسئله غور ته دسيلانيانو مسافرت له ستونزو سره مخامخ کړى دى .
نيويارک تايمز دافغانستان دجمهور رييس  محمد اشرف غني لارښوونې ته اشاره کړې ده  چې غوښتي دي يوه ډله متخصصان په کار وګومارل شي  او ددغه څلي د کږيدو  مسئله وڅيړي .
په دغه مطلب کې  ديو بلجيمي معمار تارسيز ستيفنز له خولې ويل شوى دى دغه څلي  دافغانستان  لومړني تاريخي  څلي دى چې ددغه هيواد له پولو بهر خلکو ته  زيات ارزښت لري .  دورځپاڼه په ليکنه ستيفنز  چې تيره اوونۍ  ددغې څلي  کتنې ته تللي،  وايي دجام دڅلي له جوړولو څخه اته سوه کاله  تير شوى دى خو دغه څلي  داسې ښکاري  چې ګڼې  پرون جوړه شوې ده .  نيويارک تايمز يو رپوټ ته هم اشاره کړې ده  چې پکې  په دې وروستيو وختو کې  خبر داري ورکړ شوى و چې د دغه څلي کږيدل دويجاړولو له خطر سره  مخامخ کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته