فرهنګ

فاضل سانچارکي: وزارت، د اطلاعاتو د آزادې ګرځيدنې ملاتړ کوي

کابل باختردليندۍ دمياشتې٤ نيټه  :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين فاضل سانچارکي نن د بهرنيو کتابونو د څيړنې د کميسيون له غړو سره په کتنه کې وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اطلاعاتو د آزادې ګرځيدنې ملاتړ کوي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د دغې کتنې په پيل کې د رسنيو په خپرونو د څارنې رئيسې ميرمن نجيبې مرام د دغه کميسيون د کارونو او ستونزو په باب معلومات ورکړل .
وروسته د کميسيون غړو د دغه کميسيون د کاري پياوړتيا او ودې په باب خپلې نظريې څرګندې کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين فاضل سانچارکي په لنډو  خبروکې وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اطلاعاتو د آزادې ګرځيدنې ملاتړ کوي او د دغه کميسيون کار د ستاينې وړ دى.
سانچارکي دغه راز څرګنده ګړه چې په مسلمه توګه کميسيون د هغو کتابونو چې له بهر څخه وارديږي او يا په هېوادکې دننه چاپيږي او بهرته استول کيږي؛ په  قانوني ډول څيړنه کوي .
د خپرونو د چارو معين په ټينګارسره وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فکري ودې او د توليد د مخ په ودې بهير چې په حقيقت کې فکري وده رامنځته کوي؛ ملاتړ کړى او کوي يې.
پاى   ج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته