کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
پنځه تنه وسله وال طالبان په کندزکې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرورحسيني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه نن په کندز ښار پورې اړوند د ګور تيپې په ساحه کې د پوليسو د ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ ونښته چې له امله يې د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه قوماندان قاري اختر په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دحسيني د څرګندونو له مخې: د وژل شويو طالبانو مړي او د هغوى وسلې لا تراوسه پورې هم په ساحه کې پاتې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ