امنیت

دافغانستان دولت ته دبګرام جيل دادارې دليږدونې په اړوند دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي پيغام

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٠ :
دافغانستان دولت ته دبګرام جيل دادارې دليږدونې په اړوند دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي پيغام
زموږ وياړلې هيواد له  ٣٤ کلونو مخکې يعنې کله چې دکودتا اوانقلابونو لړۍ پکې پيل شوه، زيات مادي اومعنوي زيانونه زغملي دي.که څه هم په دې موده کې  زموږ زړور او دينداره خلکو دبيلابيلو تيريو په وړاندې په ميړانې سره مبارزه وکړه  او قرباني يې وکړې، خو هرځلې دنړيوالو اوسيمه ييزو دسيسو ژورتيا ورته اجازه ورنکړه . لکه څنګه چې لازمه وه دخپلو سرښندنو اومجاهداتو ثمره ترلاسه کړې. ددې هيواد دبچېانو وژل کيدل  ، دبنسټونو او آن له خطرسره دافغانستان د واکمني مخامخ کيدل له هغو واقعيتونو څخه و چې په دې  موده کې  يې ددغه  هيواد لمن نيولى ده.
دلنډمهالې  ادارې  له جوړيدو څخه   ترنن پورې افغانستان په دوامداره او نه ستړى کيدونکې ډول هلې ځلې کړي دي  چې ويجاړي جوړې او دټپونو درملنه وکړي. په نړيوال ډګر کې دافغانستان دبيا شتون اودملي واکمني تثبيتول ددولت دتيرولسو کلونو  لومړيتوبونو په سرکې ځاى درلود.
نن دافغانستان ددولت د واکمني دتثبيتولو په لاره کې ستر او اساسي ګام واخيستل شو. دغه ګام دافغانستان دولت ته له امريکايي ځواکونوڅخه په بشپړډول دبګرام جيل اود هغه ادارې سپارل و. د د ولت واکمني  ته دبګرام دجيل په ليږدلو سره نور په افغانستان کې دبهرنيو جيلونو شتون لړۍ پاى ته ورسيده.
دبګرام جيل يوه ناوړه پديده وه چې په افغانستان کې دتروريستانو دفعاليت زيږنده بلل کيږي چې بيګناه کسان به ورڅخه  په عادي افغاني توقيف خونه بدل شوي دي چې بيګناه کسان به ورڅخه خوشې اومجرمين به پکې پاتې کيدو سره  دهيواد دقوانينو له مخې خپله سزا پکې وويني .
زه دافغانستان دولت ته دبګرام دجيل دادارې ليږدول ملت ته ديو برياليتوب او ددولت د واکمني دتثبيتولو په لاره کې ديو سترګام په توګه بولم.
په دې برخه کې چې ددغه برياليتوب له امله ټولو هيوادوالو ته مبارکي وايم. له ټولو ادارو څخه چې په دې لاره کې زيات ګاللي دي اوپه برياليتوب سره يې دبګرام دجيل په ليږدونه کې هلې ځلي کړې دي، مننه کوم.
دغه راز عدلي اوقضايي ارګانونو ته دنده سپارم چې دتورنو کسانو د دوسيو دڅيړنې کار ګړندي کړي.
په پاى کې ديوه مهم ټکې يادونه ضروري بولم، اوهغه دا چې دجيل ټول کارکوونکي اومسوولين دې بايد دجيل اوبنديانو په ساتنه  اوله هغوسره په چلند کې ټولې ديني لارښوونې اودبشر دحقوقو  ټول معيارونه په جدي توګه رعايت کړي او هغه په پام کې ونيسي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته