۱۰۰ ورځې

وسله وال کسان د غور په انتخاباتي کمپاين کې لاسوهنه کوي

کابل باختر دکب  دولسمه :
په غور ولايت کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د نمايندګۍ دفتر د انديښنې په څرګندولو سره اعلام وکړ چې وسله وال کسان او زبرځواکي په دغه ولايت کې په انتخاباتي چاروکې لاسوهنه کوي.
په غورکې د انتخاباتو د کميسيون د دفتر سرپرست سلمان شريفي وايي چې وسله وال کسان او زبرځواکي د انتخاباتو د تنظيموونکو په کارونوکې لاسوهنه کوي اوپه خپلو فشارونو سره هلې ځلې کوي چې خپل کسان دسيمه ئيزو کارکوونکو په توګه استخدام کړي .
دشريفي دڅرګندونو له مخې: دغور ولايت په ټولو سيموکې د راى ورکولو دوه سوه څلويښت مرکزونه شته خو يو ديرش مرکزونه يې په بشپړ توګه تړلي دي.
ده زياته کړه چې له دې جملې څخه د راى ورکولو اتلس مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.
يوه اړونده خبرځاى  وويل: پخواپه دغه ولايت کې پنځوس انتخاباتي مرکزونه تړلي و چې د نولسو مرکزونو امنيت د امنيتي ځواکونو له خوا تامين شوى دى.
دغور ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال دلاور شاه دلاور وايي چې امنيتي ځواکونه د انتخاباتو د امنيت د تامينولو لپاره بشپړتيارى لري.
دده دڅرګندونو له مخې: په انتخاباتي مرکزونوکې د وګړو د شمېر او د ګواښونوله مخې امنيتي ځواکونه ځاى پرځاى کيږي او د انتخاباتو په ورځ زيات ځواکونه استول کيږي او چاته به اجازه ورنه کړى شي چې د انتخاباتو بهير ګډوډکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته