نړۍ

په ورکزي ايجنسۍ کې ځانمرګى بريد

-پيښورباختردميزان ١١
د ورکزي ايجنسى په قبايلي سيمه کې دطالبانو ديومخالف قوماندان ملانبي حنفي په قوماندانۍ کې ديوځانمرګي بريد له امله نن سهارڅه ناڅه دولس تنه ووژل شول او پنځلس تنه نورټپيان شول.
دباخترآژانس دخبر له مخې: لومړى يوځانمرګى بريدکوونکي له چاوديدونکو توکو بارموټرپه دغه مرکز کې وچاوه او وروسته نوربريدکوونکوپه ډزو پيل وکړ.
په دې بريدکې دغه ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده او ښايي د تلفاتو شمېرزيات شي .
د سر دغه زيان د کومې خپلواکې منبع له خوا نه دى تاييد شوى، ځکه د رسنيو کارکوونکي په دغو سيمو برلاسي نه لري.
ملاحنفي پخوا له طالبانو سره همکارو. خووروسته يې خپله ډله جوړه کړه چې دپاکستاني طالبانو له تحريک سره وجنګيږي.
دپاکستاني طالبانو تحريک پخوا هم د ملاحنفي په روزنيزمرکز بريدکړى و.
حنفي د انصاف تحريک او دپا کستان د ملي اسامبلې د يو غړى فريد خان په وژلو کې د لاس لرلو له امله هم دحکومت ترتعقيب لا ندې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته