کابل /دسلواغې ۱۸مه/باختر
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښاري او چاپېریالي ستونزو د حل په موخه له ۱۹ مې ناحیې څخه لیدنه وکړه.
هغه د ۱۹ ناحیې د اوسېدونکو ستونزې واورېدې او زیاته یې کړه چې ، برابرې پراختیا ته په کتو د ښاري او چاپیریالي آسانتیاوو رامنځته کول زموږ لومړیتوب دی او په راتلونکي کې به په یاده ناحیه کې خدمتونو ته د لاسري او چاپیریالي برخو کې غوره پروګرامونه پلي شي.
پای -ا
3 د یوې دقیقې څخه لږ