نړۍ

دهند په پارلماني انتخاباتو کې دراى ورکولو دوام

 نوي ډيلي باختر د وري  يو ويشتمه :
دهند دڅوارلسو ايالتونو خلک نن دپنجشنبې په ورځ دراى ورکولو صندوقونو ته ځي  چې په پارلماني انتخاباتو کې خپلې رايې  وکاروي .
  دهند انتخابات  چې نړۍ ډير ستر انتخابات پيژندل کيږي  دورى دمياشتې  په اتلسمه نيټه ددوشنبې په ورځ پيل شوى دى  او څه دپاسه  يوه مياشت دوام کوي .
نن دڅوارلسو ايالتونو  خلک  دهند دپارلمان يو نوي څوکيو ته  راى ورکوي .
دهند پايتخت  نوي ډيلي  او يوتارپراديش  ايالت  چې ټاکوونکي دي  دنننيو ټولپوښتنوله سيمو څخه دي .
د دوشنبې او چارشنبې په ورځو  دديارلسو څوکيو  دانتخاب لپاره  په نهو ايالتونو کې  راى کارول شوې وې .
  دهند انتخابات په نهو پړاونو کې ترسره کيږي  ټاکل شوې ده راى اخستنې دثور دمياشتې  په دوه ويشتمه نيټه پاى ته ورسيږي .او درايې شميرنې دثور دمياشتې  په شپږ ويشتمه نيټه  پيل شي .
دهند څه دپاسه  اته سوه څوارلس مليونه  تنه وګړي  کولي شي په دغو انتخاباتو کې راي ورکړي دغه شمير پنځه کاله مخکې په انتخاباتو کې دراى ورکولوپه شرايطو  له برابرو کسانو څخه سل مليونه تنه  زيات  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته