ټولنه

په لغمان کې سيلاونو دکرنې په سلګونو جريبه حمکه ويجاړه کړه

کابل باختردچنګاښ دمياشتي١٩:

په لغمان ولايت کې پرون مازيګر دسيلاونو دراوتلو له امله دکرنې په سلګونو جريبه ځمکه ويجاړه  شوه اومالي  زيان اوښتى دى .

دلغمان ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري داداري رييس محمدنعيم نظري  باختراژانس ته وويل  په لغمان ولايت کې دباران دسخت اورښت له امله په سلګونوجريبه زراعتي ځمکه  چې شوله پکې کرل شوې وه  ويجاړه شوه اودعليشنګ ، علينګار اوقرغيو په ولسواليو کې  داستوګنې په لسګونو کورونه ويجاړشوي  اويوشمير کورنۍ له خپلو کورونو څخه بي ځايه شوي دي.

ويل کيږي نن په دغه ولايت کې بيړني  غونډه  جوړه شوه او دزيانونو ددقيقي اندازې دڅيړنې په مقصد هيئت سيلاو ځپلو سيمو ته استول شوي دي چې ډير ژر له زيانمنو شويو سره مرستې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته