ميرامشاه ډى ډان باختر دمرغومې دمياشتې ٥
دشمالي وزيرستان په مرکز ميرامشاه کې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې دبريد
له امله څلور تنه ووژل شول .
باختر آژانس د ډى ډان ورځپانې له خولې خبر راکړ ، دغه بريد تيره شپه ناوخته ترسره شو او دوه توغندي دقطب خيلو په سيمه وتوغول شول .
امنيتي خبرځايونو ويلي دي په دې بريد کې پنځه تنه مليشه طالبان هم سخت
ټپيان شوي دي.
تراوسه پورې د وژل شويو هويت نه دى مشخص شوى په روان مياشت کې دا په قبايلي سيمې دبې پيلوټه الوتکې لومړنى بريد دى .
2 د یوې دقیقې څخه لږ