روغتیا

د عامې روغتيا وزير د يوشمېر ولايتونو روغتيايي اړتياوې وڅېړلې

 کابل / د غويي ٧ مه / باختر
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز د ويډيو کنفرانس له لارې له کرونا ويروس سره د مبارزې په لاره کې د هېواد د اتو ولايتونو د عامې روغتيا د رياستونو روغتيايي اړتياوې، چلنجونه او کارونه وڅېړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د عامې روغتيا وزير په دغه ويډيو کنفرانس کې د پکتيکا، پنجشېر، غزني، فراه، هلمند، غور، بغلان او د بادغيس د عامې روغتيا له رييسانو سره لومړى له کرونا ويروس سره د مبارزې او په دې لاره کې د دوى د ستونزو او اجرااتو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د دوى د ستونزو د حل په خاطر اړوندو مسوولينو ته يې لازمې لارښوونې وکړې.
ډاکټر فېروز د تنفسي مصنوعي دستګاه، د اکسيجن د توليدوونکې دستګاه، محافظتي کېټونو، ماسکونو، دستکشې او د نورو اړتياوو په ګډون د دوى د اړتياوو د برابرولو په موخه په دغو ولايتونو کې مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې جدي او عملي اقدامات وکړي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته