نړۍ

شمالي کوريا دپوځي تمريناتو له امله جنوبي کوريا ته خبرداري ورکړ

شمالي کوريا ددغه هيواد اودجنوبي کوريا ترمنځ دشخړي وړ پولي په جنوب کې يوې ټاپوته څيرمه دپوځي تمريناتو له امله په جنوبي کوريا سخته نيوکه وکړه.

دوي او اي نيوز دخبري سايت دخبرله مخې په دغه ټاپو تيرکال دشمالي کوريا دتوپچې ځواکونو له خوا مرګونې بريد وشو.

شمالي کوريا خبر داري ورکړي دي چې د جنوبي کوريا د جمهوري رياست په ماڼۍ کې به چې زرغون رنګ کور نوميږي سخت اوربل کړي او زرغون رنګ به په خړ رنګ بدل کړي .

دشمالي کوريا دولتي اژانس ددغه هيواد ديو جګپوړي پوځي قوماندان له خولې ليکلي دي چې دغه پراخ تمرينونه ديوې نوي سياسي اوپوځي فتني اچونې استازيتوب کوي .

دده د څرگندونو له مخې دزياتو تمريونو په صورت کې ښايي دجنوبي کوريا په پايتخت سيول هم بريد ولمسول شي .

د جنوبي کوريا په پوځي تمرينو کې جنګي بيړى ، توغندي ويشتوونکې اوتوپچې پوځونه شامل دي .

دشمالي کوريا دحکومت خبرداري ددغه هيواد ددولتي رسنيو په وسيله مخابره شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته