امنیت

يوه ملاامام ووژل شو

 کابل باختر دغويي دمياشتې ١٢ نيټه :
يو ملا امام په غور ولايت کې د ماين  د ښخولو په وخت کې ووژل شو.
دغه  سړى د فيروز کوه ښار د يوه کلي د جومات ملاامام و او د هغه ماين             د چاودنې له امله چې غوښتل يې  په يوه واټ کې يې ښخ کړي د چاودنې له امله ووژل شو.
د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال نظامي باخترآژانس ته وويل؛دغه ملاامام غوښتل  ماين په هغه لاره کې چې د رايو ورکوونکو د نوم ليکنې يو مرکزته غځيدلې وه ښخ کړي.
د ده، د څرګندونوله مخې دغه ملا امام غوښتل د رايې ورکولو په نوم ليکوونکو بريدوکړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته