فرهنګ

په اجرائيه ریاست کې د هنر او فرهنګ اجرايي کمېټې خپله لومړنۍ ناسته وکړه

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٢٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري د هنر او فرهنګ اجرايي کمېټه نن په سپېدار ماڼۍ کې پرانیستل شوه.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې اجرايي کمېټه کې پر اړوندو کورنیو هنري، فرهنګي، علمي او اکاډمیکو ادارو سربېره بهرنۍ ادارې هم ګډون لري.
د هېواد اجرائيه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل، چې افغانستان د غني او لرغوني هنر او فرهنګ درلودونکی دی، چې یو مهال د تمدنونو د تقاطع ټکی و؛ خو دمګړۍ د ځينو ستونزو له امله افغانستان له فرهنګي اړخه خورا زیانمن شوی دی.
د هېواد اجرائيه رئيس زیاته کړه، چې د افغانستان ډېری ستونزې هنر او فرهنګ ته د نه پاملرنې له امله رامنځته شوي دي. نوموړي ټينګار وکړ، چې دغه اجرايي کمېټه به د فرهنګي چارو لپاره د کورنیو او بهرنیو ادارو ترمنځ همغږي ډېره کړي، ستونزې به راکمې او هم به فرهنګي لومړیتوبونه مشخص کړي. اجرائيه رئيس له ټولو ادارو وغوښتل چې په اغېزمن ډول کار وکړي.
هغه له نړیوالې ټولنې مننه وکړه، چې د تاریخي ابداتو په ساتنه او بیارغونه کې یې له افغانستان سره اساسي مرسته کړې ده. هغه د هرات اختیارالدین کلا، بابر بڼ او نورو تاریخي ابداتو ته په اشارې وویل، یو مهال افغانستان د یوه داسې یرغل لاندې و، چې له تاریخي ابداتو، هنر او فرهنګ سره یې دښمني درلوده او افکار یې ناسم و.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال سیدحسین اقا فاضل سانچارکي له اجرائيه رئیس د مننې ترڅنګ وویل، سره له دې چې افغانستان د هنر او فرهنګ په برخه کې پياوړې بشري سرچینه لري؛ خو د کار لازم چاپېریال ورته برابر نه دی او فرهنګیان ډېرې ستونزې پر وړاندې لري.
ښاغلي سانچارکي ډاډ ورکړ، چمتووالي لري چې په دې برخه یې وزارت له نورو ادارو سره په همغږۍ لا ډېر کار وکړي. هغه وویل، چې زموږ د ستونزو اصلي سرچینه فرهنګي ده او فرهنګي چارو ته پاملرنه، په سولې، امنیت، ښه ژوند او نورو مسایلو اغېز ښندي.
دغه کميټه به له دې وروسته د اجرائيه ریاست تر چتر لاندې منظمې ناستې کوي او د فرهنګي ستونزو د حل او هنرمندانو ته د کار د ښې زمینې برابرولو لپاره کار کوي.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته