
کابل، د زمري ۲۶مه، باختر
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د شنبې ورځ، چې د ۱۴۰۲ هـ لمریز کال د زمري میاشتې ۲۸ مې او د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفر المظفر میاشتې له دویمې نېټې سره سمون خوري، د افغانستان اسلامي امارت د منظور شوې جنترۍ له مخې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ورځې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه.