(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

شهاب الدین دلاور: ټول بهرني پانګوال کولی شي په قانوني توګه په داوطلبۍ کې ګډون او افغانستان کې پانګونه وکړي


کابل، د وږي ۱۴مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن د چین هېواد د ایپکس ۲ شرکت له رئیس بای ین او مل پلاوي سره په خپل کاري د فتر کې وکتل.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه کتنه کې د ایپکس ۲ شرکت رئیس د افغانستان پر طبیعي زېرمو په ځانګړې توګه د فلورایټ، سیمنټ، سرو زرو، سربو او مس پر کانونو د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان پر کانونو یې د پانګونې په اړه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل، چې افغانستان د کانونو له پلوه یو بډایه هېواد دی، ټول بهرني پانګوال کولی شي چې په قانوني توګه په داوطلبۍ کې ګډون او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا