کابل- باختر دکب شپږ ويشتمه :
هغه سړى چې ويل کيږي دافغانستان په شمال کې ازبکستان داسلامي تحريک دځانمرکو بريدونو د سازمان ورکولو مسووليت په غاړه درلود ديو لړ ځانګړو پوځي عملياتو په بهير کې ونيول شو .
دازبکستان داسلامي تحريک دغه غړى پرون دکندز ولايت دامام صاحب دولسوالۍ په مربوطاتو کې دخپل پټنځي کې ونيول شو .
باختراژانس دناټو ديوې خبرپانې له خولې خبر راکړ چې په دغه سړي کله چې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولوبوخت و دافغان پوځيانو او دبهرنيو قوتونو له خوا بريد وشو او ونيول شو .
دا دازبکستان داسلامي تحريک دتروريستي سازمان څلورم غړى دى چې دتيري يوې مياشتې په بهير کې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا نيول کيږي .
په همدي موده کې ددغه سازمان دوه تنه نور غړي په افغانستان کې وژل شوي دي .
2 1 دقیقه لوستل