کابل –باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
لس تنه وسله وال طالبان تېره شپه په هرات ولايت کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو د خاصو چاڼيزو عملياتو له امله ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ملي اردو د کومانډو ځواکونو د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ١٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ ٩ تنه ټپيان او يو شمېر نور وسله وال طالبان ونيول شول.
په دغو عملياتوکې د دښمن يوه اندازه وسلې، مهمات او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز د لوګر ولايت د برکي برک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د کومانډو ځواکونو د يو لړ چاڼيزو عملياتو له امله يو طالب ووژل شو او يوه اندازه سپکې وسلې او پوځي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
د يوبل خبرله مخې: اووه تنه د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په تور له يوه سراچه ډوله موټر، يوې اندازې مهماتو او پوځي تجهيزاتو او ٥٠٠ کيلوګرامو له اپينو سره ونيول شول.
1 1 دقیقه لوستل