سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله دايران دبهرنيو اړيکو دستراتيژيکي شورا له رييس سره وکتل .

کابل باختر د وري شپږمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  نن  دايران دبهرنيو اړيکو دستراتيژيکي  شورا له رييس سره  په کابل کې وکتل .
  داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .  په دې کتنه کې دهېواد اجراييه رييس دنوي هجري لمريز کال له امله دايران داسلامي  جمهوريت مشرتابه  او خلکو ته مبارکي وويله .
اجراييه رييس ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو يادونه وکړه او په بيلابيلو  برخو کې يې داړيکو دلازياتې پراختيا غوښتنه وکړه .
دکتنې په دوام ، دايران داسلامي جمهوريت دبهرنيو اړيکو دستراتيژيکي  شورا رييس ډاکتر سيد کمال خرازي دنوي هجري لمريز کال  په مناسبت دايران داسلامي جمهوريت دمشرتابه او خلکو دښې هيلو او دمبارکيو  مراتب دافغانستان ددولت مشرتابه او خلکو ته څرګند کړل او ويې ويل چې دايران اسلامي جمهوريت دافغانانو په مشرۍ او مالکيت دسولې دبهير ملاتړ کوي .
دکتنې په دوام دواړو  لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ دهراړخيزو مناسباتو دلازياتې پراختيا ، اقتصادي همکاريو ، په صادراتو او وارداتو کې دانډول ، له چابهار بندر څخه دزياتې استفادې ، دسيمه ئيزپيوستون دسترو پروژودتطبيق،  دتروريزم له ګواښونو  سره دګډ ې  مبارزې او له جرمي اقتصاد سره دمبارزې په لاره کې دهمکارى په باب  خبرې وکړې .   ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته