امنیت

دطالبانو دډلې يو فعال غړى په کندز کې ووژل شو

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ١٨ :
دوسله والو طالبانو دډ لې له  خوا دکندز ولايت   نومول شوې مرستيال  تيره شپه  په دغه ولايت کې ووژل شو.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيدسرور حسيني دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دکندز ولايت دچار درې ولسوالۍ ديتيم کلي  په مربوطاتو کې دافغان امنيتي ځواکونو د هوايي عملياتو له امله   محمدنور واثق  تر خپل امرلاندې څلورو تنو سره ووژل شو او درې تنه نور طالبان ټپيان شول.
دحسيني دڅرګندونوله مخې :  په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو اوملکي  وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته