روغتیا

ننګرهار کې٢٨ مشکوکې پېښې لېدل شوي چې ١٥ يې مثبتې دي

کابل / د ثور ١٦مه / باختر
په ننګرهارلابراتوار کې ۲۸ مشکوکې پېښې لېدل  شوې، چې ۱۵ یې پر کرونا ویروس اخته دي.
د ننګرهاردعامې روغتیا رياست د معلوماتو له مخې : دغه مثبتې پېښې په ننګرهار او لغمان ولایتونو  پورې اړوند دي.
د دغه ریاست ویاند ظاهرعادل باختر اژانس ته  وويل؛  په ننکرهار کې د کرونا  له ۱۹ نمونو څخه ۱۲ مثبت او ۷  يې منفي دي، د لغمان له ۹ نمونو څخه ۳ مثبت او ۶ يې منفي، له کونړ څخه سمپل نشته او په نورستان کې  هم  مثبته واقعه نلرو.
عادل زیاتوي، د پورته معلوماتو له مخې، په  ننګرهار کې د مثبتو پېښو شمېر ۹۸ ته لوړشو چې له هغه جملې څخه   ۴ يې روغ شوي او ۸  يې وفات شوی دي.
اخوا په لغمان کې دا شمېره ۵۸  ته لوړه شوه او کونړ کې ۳۲ مثبتې پېښې ثبتې شوي دي.
دا شمېرې په  داسې حال کې زیاتېږي چې دهېواد  دعامې  روغتیا  وزیر ویلي  که خلک قرنطین مراعت نه  کړي، هدیرې به  ډېرې شي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته