سیاست

دجمهور رييس فرمان

کابل باختر دچنګاښ نهمه :
دملي شخړو دحل کولو دچارو دتنظيم په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمداشرف غني فرمان .
دکوچيانو او دسيمې داوسيدونکو دشخړو دحل کولو دکميسيون دجوړولو د ١٣٩٤ کال دثور دمياشتې داوومې نيټې د ٧ ګڼه فرمان له مخې دغه مراتب منظورم .
١_ دملي شخړو دحل کولو ، دلازم نظم دتامينولو او دملي شخړو دتګرار دمخنيوي په مقصد په دغه فرمان کې ليکل شوى کميسيون موظف دى چې دحضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ  دشخړو دحل کولو دملي کميسيون په چوکاټ کې خپلې دندې ترسره کړي .
٢_  په ښه توګه داړوندو دندو او مسووليتونو دترسره کولو په مقصد ددغه کميسيون دفرعي کميټو جوړول په دې ډول تاييد دي .
_  دتاوانونو دتثبيت کميټه
_  دڅړځاى دتثبيت کميټه .
_  دملکيت دسندونو دڅيړنې اوتثبيت کميټه
_  دميشت کولو او مالداري کميټه
_  دنظم دتامينولو او دکميسيون دکار په بهير کې دچټکتيا په مقصد داداري هيئت ، دڅلور ګونوکميټو درييسانو او دکميسيون دنهو تنو غړو په شمول دديارلسو تنو غړو په ګډون دې اجراييه کميټه جوړه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته