نړۍ

په شمالي او جنوبي وزيرستان کې جعلي پېژندپاڼې وېشل کېږي

ښرنه باختر د کب دمیاشتې ۲۶ مه
د پکتيکا ولايت يو شمېر اوسېدونکي او مسوولين وایي چې د پاکستان په واڼه شمالي اوجنوبي وزيرستان کې له تېرو څومياشتو را په دې خوا جعلي پېژندپاڼې جوړېږي او هرڅوک چې وغواړي په اسانۍ سره يادې پېژندپاڼې تر لاسه کولای شي.
د برملې ولسوالۍ اوسېدونکي صديق الله وزير د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د پاکستان په واڼه شمالي او جنوبې وزيرستان کې يو شمېر خلک چې د يادو ښارونو په بېلا بېلو برخو کې د کمپيوټرونو دوکانونه لري په خلکو جعلي پېژندپاڼې وېشي.
هغه وويل(( په واڼه، شمالي اوجنوبي وزيرستان کې يو شمېر خلک چې د کمپيوټرونو دوکانونه لري په سمو پېژندپاڼو کې ايډېټ کوي او بيا ورنه جعلي پېژندپاڼې جوړوي چې هره ورځ يې لسګونه کسان تر لاسه کوي او يوه پېژندپاڼه په ۳۰ پاکستانۍ کلدارې جوړوي)).
د سرچينې په خبره د پولې دواړو غاړو خلک اوس په اسانۍ سره يادې پېژندپاڼې تر لاسه کولای شي.
سرچينه زياتوي چې  په دغو جعلي پيژندپاڼو کې يوازې نوم، د پلارنوم، د اساس نمبر او ځای بدلوي.
د پکتيکا ولايت دثبت احوال نفوس ادارې ريېس محمد انور هم دغه خبره تايېدوي چې په يادو سيمو کې په خلکو جعلي پېژدندپاڼې وېشل کېږي.
انور وويل چې د سرحدي ولسواليو د پېژندپاڼو مامورينو يې هم دوی ته خبر ورکړی چې په يادو ښارونو کې جعلې پېژندپاڼې وېشل کېږي خو دوی يې په مخنيوي کې تر دې دمه پاتې راغلي دي.
هغه وويل د يادوجعلي پېژندپاڼو د معلومولو لپاره یې هڅې پیل کړي څو هغه کسان چې پاسپورټ جوړوي  لومړی یې د اساس په کتاب کې پېژند پاڼه وګوري چې اصلي ده او که نه.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته