۱۰۰ ورځې

دجمهوري رياست دنوماندانو دانتخاباتي شکايتونو دڅيړنې علني غونډه پيل شوه .

کابل باختر د ثور څوارلسمه : دجمهوري رياست دنوماندانو دانتخاباتي شکايتونو د څيړنې علني غونډه نن دنوماندانو ، ګوندونو ، مدني ټولنې او درسنيو داستازو او دنړيوالو کتوونکو په ګډون پيل شوه . دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دانتخاباتي شکايتونودڅيړنې دکميسيون غړې ريدا عظيمي دخبريالانو په وړاندې وويل په دې غونډه کې لومړي دمرکزي زون شکايتونه چې دکابل ، پروان ، ميدان وردګو ، لوګر ، پنجشير ، کاپيسا ، باميان ، دايکندي او دغزني ولايتونه پکې شامل دي وڅيړل شول دې زياته کړه چې په دې غونډه کې ثبت شوي شکايتونه د ويديو فلم له لارې او په رپوټي ډول وړاندې شول او دنوماندانو استازو ته وخت ورکړى شو چې دهغو شکايتونو په دفاعيې لاس پورې کړي چې ددوى پرخلاف ليکل شوي و . دې زياته کړه چې دنورو ولايتونو دجمهوري رياست نوماندانو دشکايتونودڅيړنې دعلني غونډې بهير تر يوې بلې اوونۍ پورې دوام کوي او دتصميم نيولو نتيجه به يې دعلني غونډو په پاى کې اعلام شي . دريدا عظيمي دڅرګندونو له مخې، په ټوليزه توګه دجمهوري رياست دانتخاباتو دلومړنيو نتيجو له اعلام مخکې څه دپاسه دوه زره شکايتونه په بيلابيلو کته ګوريو کې دانتخاباتي شکايتونو په کميسيون کې ثبت شوي و چې دعلني غونډو دورځې ترپاى ته رسيدو پورې وڅيړل شي . ټاکل شوې ده سبا په علني غونډه کې دلويديځ او جنوب لويديځ زون دجمهوري رياست دنوماندانو انتخاباتي شکايتونه وڅيړل شي . دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون دمسوولينو دڅرګندونو له مخې ددغه کميسيون دانتخاباتي شکايتونو دڅيړنې نتيجې دروان کال دثور دمياشتې په دوه ويشتمه نيټه دانتخاباتو خپلواک کميسيون ته وړاندې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته